Top 10 Life Changing New Pashto Ghazals 2022.

The most unique and popular genre in Pashto literature is ghazal.

Pashto Poets
Pashto Poets


Baba of Pashto Ghazal Hamza Khan Shinwari Saib has said in one of his poems in this regard that.

ستا پۀ اننګو کښې د حمزه د وينو سرۀ دي

تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زۀ دې بابا کړم

Oh, Pashto Ghazal! There is blood of Hamza in your cheeks.

Because you are getting younger and I am getting older

 

The foundation of Pashto poetry is very strong. In Pashto literature, famous poets like Khushal Khan Khattak, Rehman Baba, Abdul Hameed Mashokhel, Ali Khan Baba and others have used their pens in such a way that the whole world will remember them forever. In addition to the poets mentioned above, there are thousands of such poets in Pashto literature today who have reached the heights of fame.

Their poetry is modern and all the techniques of their time are embedded in their words .this type of Pashto poetry is in great demand in today's world and the Pashtun people read this type of Pashto poetry with great interest in which it is innovative and reflects and represents its time. Just as the standard of ghazal in Pashto poetry was very high in the past, so too today most of the new poets write ghazals and have knowledge of the technique of ghazal writing. Loves to listen and read and this is the reason why most of the poets nowadays pay more attention to writing Pashto Ghazals.

Although there are many genres in Pashto literature in the field of poetry but the genre which is most popular and influential in these genres is ghazal genre.

Pashto ghazal is so sweet and delicate that it attracts every listener and reader. Especially the 2022 Pashto ghazal is very sweet and very beautiful.

In the past in Pashto ghazal only love and romance were mentioned but in today's ghazal there are all kinds of subjects. Including love, romance, revolution, resistance, advice, humour,

And there are so many more articles out there that have broadened the scope of the lyric. In this post I am presenting to you a short introduction of ten modern Pashto poets and their new lyrics, and I hope you enjoy this selection and share it with your friends.


(1  DARWESH DURANI(درويش دراني صيب)

Darvish Durrani Pashto Poetry
Darvish Durrani Pashto Poetry

Darvish Durrani Saib is number one among these ten poets. darwish durrani is a resident of Quetta, South Pakhtunkhwa and is a teacher by profession; He is at the forefront of modern Pashto poetry.

His full name is Obaidullah and his pen name is Darvish Durrani. he is a professor by profession and has an MA in English and Pashto Literature. Darvish Durrani's poetry speaks of his beloved as well as of his people. So far he has published six books, the names of which are given below.  

(1)           اتوري پۀ لمن کښې

(2)           اغزنه لار

(3)           زخمي لاسونه

(4)           هوا او څراغونه

(5)           پۀ کاڼي کښې هنداره

(6)           پۀ ناورين پسې ناورين

Darvish Durrani Pashto Poetry.

Darvish Durani Pashto Poetry
Darvish Durrani Pashto Poetry


غزل(۱)

موسم بدل  دے ښائي تللي  مارغان  بېرته  راشي

و خپل وطن  ته د  کډوالو  کاروان  بېرته راشي

 

ستا  ولونه  ولونه  زلفي  اوباسم  لۀ  خپله  خېال

يو ساعت پس کۀ ګورم دغه ماران بېرته راشي

 

بيلتونه ! دا ځل دې نو عمر دومره لنډ شه چې  زۀ

پۀ  لمن  اوښکې  اوچؤم  او  جانان  بېرته  راشي

 

چرته  کۀ   کاڼے   و  تندے  بېا  سره   اوجنګېدل

منځ ته به زخم د ګواښ کړوني پۀ شان بېرته راشي

 

درويشه  داسې  به  او  نۀ   شي  چې زمونږ هدېرې

سپين  ګيري  اوګرځوي  ټول او ځوانان بېرته راشي

 

غزل (۲)

 

ما بۀ تړې او  کۀ مې  مرګ  ته څۀ  تدبير جوړوي

وايه لګيا ئې  پۀ  خنجر  او  کۀ  زنځير  جوروي

 

څوک چې دې مخ ته هسې کرښه کړي پر خآورو جوړه

تۀ  ترې   خامار   د   خپلو   زلفو   پۀ  تاثير جوړوي

 

ددې   پۀ   څوکه   باندې   مۀ   آخله   د   بل   مالونه

د   خپلې   تورې   به   تر   څو   لاس  د فقير جوړوي

 

تا   پۀ  کاسه   کښې   د  تربور  کره  خنجر  واستاوۀ

 ښکاري چې بيا پۀ خپل کاله کښې يو څۀ وير جوړوي

 

پوښتنه   دا   ده   چې  د   چا د   ويني رنګ ورکوي

درويش   دا  نۀ   پښتې چې   تۀ د چا تصوير جوړوي

 

 

(         Riaz Tasneem ( رياض تسنيم )

Riaz Tasneem Pashto Poetry
Riaz Tasneem Poetry


Riaz Tasnim is as prominent among the Pashto language poets as the sun They belong to the Khoiz area of Mohmand district. he spent most of his life in Karachi. He was working as a policeman in Karachi.

He became seriously ill with hepatitis B and died of the diseaseRiaz Tasnim has given new directions and meaning to Pashto ghazal Riaz Tasneem is a well-known name among the Pashtun poets of Afghanistan and Pakistan. new terms and techniques can be found in his poetry, no one else had written such poetry before him.

The names of his books are as follows

(1)دا کوم رنګ مې کشيد کړے

(2) زۀ کۀ دا وارې اوده شوم 

(3) بېډ نمبر ۱۲۸

These poems from the books of his poetry are an example.

Riaz Tasneem Pashto Poetry.

Riaz Tasneem Poetry
Riaz Tasneem Poetry


(1)  غزل

 

 پري  زاده  زړۀ  مې چوي  له اضطرابه

کوم   جادو   به تا راپورته کړي لۀ خؤابه

 

پري   زادي  ! زړۀ  هم تاته  د پسړدو دے

ستا پۀ وړاندې څۀ   حجاب  څۀ  بې  حجابه

 

پري زاده ! يو تپوس مې پۀ مخ ليک دے

اخلم   سا   کۀ    راتېر  ېږم    لۀ  عذابه

 

پري   زاده  !   لۀ   ځنګلو   تېرېدۀ   دي

څۀ   خبر   ئې     د  ځنګلو   لۀ    ادابه؟

 

پري   زاده   د   فرات   پۀ   ژۍ   ولاړ يم

مودې    اوشوې       تنده   غواړم لۀ دريابه

 

پري زاده    بس    پۀ   پونده    تاويدۀ   دي

زندګي     ده    او    ساتو   ئې   لۀ   سيلابه

 

پري زاده        پۀ قدم کښې   ځکه  ورو ځم

زۀ   خبر   يم   د  دې     لارې    لۀ   سرابه

 

پري زاده    زۀ   کۀ   دا    وارې    اوده شوم

هيڅ   يو شور به مې راويښ نۀ کړي لۀ خوابه

 

پري زاده    لاس   مې  ايښے  دے پۀ سترګو

پال   راو      باسه   زما    هم     لۀ    کتابه

 

پري زاده    څۀ  خوابي  راکښې   ضرور شته

بې    سببه    خارج    نۀ    يم   لۀ      نصابه

 

پري زاده    د   هوا   او   خاورې   شور  نه

تا    خبر    کړم     لۀ    اتشه     هم  لۀ    آبه

 

   پري زاده   ځان  مې   ښکل  کړو  آئينه کښې

دا  کوم  رنګ  مې  کشيد  کړے   لۀ      ګلابه

 

پري زاده      زۀ   چراغ    وړم   پۀ  تلي  کښې

 لرې    ګرځم    لۀ   افتابه   لۀ    ما         هتابه

 

پري    زاده    د   کاروان   اخرے    ګرد      يم

دادے    يم    او   درنګ    ساعت    له   يم نايابه

 

پري زاده     خاموشۍ   مې  هم   نعري       کړې

د تسنيم    پۀ    زړۀ    کښې    درد   دے   بې حسابه

 

Riaz Tasneem Poetry
Riaz Tasneem Poetry

دويم غزل

 

د خپل سفر د عجب ستوري پۀ ولقه کښې زۀ ووم

لۀ   دائرو   کۀ   وتم   بيا  هم دائره کښې زۀ ووم

 

يوه    موده    زۀ هم د زۀ    پۀ معنا    نۀ پوهېدم

او چې  خبر شوم بيا    پۀ هره ائينه کښې زۀ ووم

 

تا به    زما   ذکر د کومې  واقعې  نه     ويستو

پۀ   څۀ  نا  څۀ  حواله  هره  واقعه  کښې زۀ ووم

 

ستا د جمال د هر يو رنګ سره مې کړې    ياري

د ګل رګونو کښې وې ته د ګل وږمه کښې زۀ ووم

 

تمامه    ورځ مې د قبرونو  زمار کښې تيره کړله

لکه جوندے پۀ     دغه لويه هديره   کښې زۀ ووم

 

تسنيمه !    دغه  ماته  توره  او د  مخ   زخمونه

دي   ګواهان   چې   د  رڼا  پۀ قافله کښې زۀ ووم

    

Mumtaz Arakzai ممتاز اورکزے

Mumtaz Aurakzai Poetry
Mumtaz Aurakzai


 Mumtaz Aurakzai is a very famous Pashto poet. He belongs to the Orakzai region and lives in Dubai. new metaphors and similes can be found in his poetry.

The language of his poetry is very simple and flowing and most of his poems translate the issues of Pashtun nation. Mumtaz Orakzai's lyrics are very common and valid.

The following is a sample of his lyrics.

Mumtaz Aurakzai Pashto Poetry.

Mumtaz Aurakzai Poetry
Mumtaz Aurakzai Poetry


غزل

دلته زما  مسئلي  نشته د لته  حل  هم   نشته

ما پورې سر هم نشته هيڅ يوه څنګل هم نشته

 

عجيبه کار دے د ليوانو بوي چاپيره  خور دے

عجيبه کار دے چرته خوا و شا ځنګل هم نشته

 

زۀ  د  يو  دغسې  قطار  اخرنے  بنده       يم

چې تر دې دمه پکښې ما نه څوک اول هم نشته

 

په  نيمګړ تياوو  مکمل  ځانونه  ټولو    راوړل

جار د تکميل   ارمانه  هيڅوک  مکمل  هم  نشته

 

هغه  چې  زۀ  ورته  د خپل  اندرون  حال  وايمه

کوټه کښې ګرځم  نن  هغه  خالي  بوتل  هم  نشته

 

داسې  يو  چل  چرته  پخؤا  خؤ  پۀ  ما  نۀ اوو شوے

اوس داسې چل دے چې قسم پۀ رب څۀ چل هم نشته

 

اوښياره  ياره  ستا  دا  يو  کمال کافي  شافي   دے

تمامي  ښار  کښې  د  ممتاز غوندي  پاګل  هم  نشته

 

غزل دويم

 

يو  چا  پسې  مې  اوړې  پام  قرار قرار

جوند بل شاان کېږي ګام پۀ ګام قرار قرار

 

لالی  مې  واوره  کړه  الله او  ما  جام  کړه

بيا ئې  را ويلي  کړه  تمام     قرار     قرار

 

ډېره   موده   ئې   راکتل   نازړۀ    بې  زړۀ

بيا   ئې    نو  واخستو   سلام    قرار   قرار

 

هغۀ   هم  ځان  ته   څۀ   وئيل  د  څۀ مودې

ما  ئې   هم   پريښود   احترام   قرار   قرار

 

زۀ   لکه   بت   ورته   ولاړ   مندر   لار ده

مسلمان   يار   وائي   رام   رام   قرار   قرار

 

ارمانه   تۀ   بيړه   کوي   زۀ   ژوبل    شوم

کوم        کوم   ستا   انتظام      قرار    قرار

 

ممتازه  شول ياران نيک نام بس شپه په شپه

ښائي   چې   اوس   شمه   بدنام   قرار   قرار

 

Mumtaz Aurakzai Pashto Poetry
Mumtaz Aurakzai Pashto Poetry

غزل دريم

زړه مـــــــــې  له تا بد دی، ګيله راځي له بله ځايه

اور ته  مــــــــې تۀ نيسې، لمبه راځي له بله ځايه

 

د قاضــي  ډوبه  خــــــــاموشي  په چغو چغو وايي

چـــــــــــې دلته هــــــره فيصله راځي له بله ځايه

 

باغ  که  تالا  دی  مطمين  باغوان  ته بې له ناغې

هـــــــر سحـــــر جوړه ګلدسته راځي له بله ځايه

 

اوس  په  يوه  حـواله  ځان  بولي د خاورې مالک

بيـــــــــــــــــا به په بلــه حواله راځي له بله ځايه

 

خوله دې له ډېرې مودې جوړه ده او غږ دې نشته

ګــــــــــــــــمان  کوم  ورته  ټپه راځي له بله ځايه

 

ځان پکښې هم   نه ګورم،دا يقين مې هم شوي دی

دي   آيينـــې  تـــه  بــه   څــېره راځي له بله ځايه

 

ممتازه   دې   وطن  ته   کومه   بد  دعا  شوې  ده؟

چې  هم  شيطان  هم  پرښته  راځي  له  بله    ځايه

 

 

Qaisar Afridi قيصر اپريدے 

Qaisar Afridi Poetry
Qaisar Afridi


Qaisar Afridi is also one of the modern Pashto poets, his poetry is representative of the modern era. Qaiser Afridi hails from Khyber district and has spent most of his life in Karachi.

Like the poetry of Darvish Durrani, Mumtaz Okzai and Riaz Tasnim, the poetry of Qaiser Apridi also covers the problems and issues of his people.

Qaisar's poetry contains all the elements of modern literature. His poetry deals with the issues of his nation. Qaisar Afridi also writes poetry and prose. Most of his books will soon be sold in the market.

د قيصر اپريدي چاپ اثار

تهذيب څيړنه او کره کتنه

څۀ عجب سړے يمه

لادوا

The following is a sample of Qaisar's lyrics.

Qaisar Afridi Pashto Poetry.

غزل

زۀ خو مړ یم ــ خو په ما کښې یو سړے دے

لا ژوندے په دې خلا کښې ـــــ یو سړے دے

 

ستا به هسې د شفق ګمان ــــــــــ پرې کېږي

خندېدلے ــــــــــــ په ژړا کښې یو سړے دے

 

خپل شناخت پورې ــ په زوره زوره خاندي

د سړو په دې دنیا کښې ــــــــ یو سړے دے

 

ځمکې! تاته ـــــــــ ـــــ په پړتکو راروان دے

چا ویشتلے ــــــ په هوا کښې یو سړے دے

 

خدایه!! تۀ پکښې تصحیح ــ په خپله وکړې

خطا شوے، په دعا کښې ـــــ یو سړے دے

 

دا په ما کښې ــ یو سړے په شر اخته دے؟

که نه، داسې په هر چا کښې یو سړے دے؟

 

د قېصر سترګې پرې ـــ هسې ښخې نۀ دي

مجسم په دې ادا کښې ـــــــ یو سړے دے

 

Qaisar Afridi Pashto Poetry
Qaisar Afridi Pashto Poetry

دويم غزل

 

چاته وګورو خپل ځان په چا پوره کړو

دا د ذوق خالي ګلدان، په چا پوره کړو

 

دې وریځو ته ــــــ د چا سفارش یوسو

تقاضې یې ــــ د باران په چا پوره کړو

 

د انسان په وینه هم ــ ـ سېرابه نۀ شو

نیمګړتیا ددې انسان ــ په چا پوره کړو

 

یو کردار ته ضرورت دے ـــ مګر نشته

لویه قامه! دا داستان په چا پوره کړو

 

ددې نوې زندګۍ،،، مضمون هم تۀ یې

مګر عشقه ! دا عنوان په چا پوره کړو

 

غریبان خو ستا نامه واخلي پوره شي

غني خدایه!بادشاهان په چا پوره کړو

 

ډېر په نیم کښې رانه پاڅېدې قېصره!

ستا دا نیم شانې بیان په چاپوره کړو

 

 

Abasin Yousafzai آباسين يوسفزے

Abasin Yousafzai Poetry
Abasin Yousafzai Poetry


Abasin Yousafzai's full name is Muslim Shah but he is popularly known as Abasin Yousafzai. He writes very beautiful and modern ghazals and is included in the list of modern ghazals. He is a professor at the Islamic College and has published three books so far. The lyrics and the names of the books are given below.

Abaseen Yousaf Zai Pashto Poetry 

غزل

اوس چې کوم طرف ته ځې زړه به دې لوېږي

زما   ياد   به    درته    لارو     کښې ټوکېږي

 

هر يو سيوری راته ستا په شانې _____کاري

د سپوږمۍ شپه مې په سترګو کښې___ تېرېږي

 

زه ګلچين نه يم يارانو خو څه چل ________دی

چې سپرلی راشي نو ګوتې مې________ تخنېږي

 

ځان ته هر وخت آیینه کښې ولې _______ګورې

زما جانه، زر په عمر نه __________زړېږي

 

بې له تا نه، په وطن کښې، زما څوک_______ دی

جوړې ته راځې چې سترګه مې _______رپېږي

 

ځه چې پاس د ملاکنډ په سر دې _______واړوم

په رنګونو به دې سترګې نه_________ مړېږي

 

ژوند مې ټول د ازغکي په شانې تریخ _____دی

بې له تا مې په چا سترګې نه ______خوږېږي

 

ما وې زه د عشق له رنځه صحت __ياب شوم

اوس مې هم زړګی نری نری ______خوږېږي

 

چې دې کله د ځوانۍ تنده _________راواخلي

اباسين به درته هله____________ دريادېږي

 

Muneer Buneriمنير  بونيرے 

Munir Buneri Poetry
Munir Buneri Poetry


Munir Khan is considered one of the pioneers of today's young poets. Munir hails from the Buner region and is a well-known name in modern poetry. Munir Boneri's poetry is popular on Twitter, Snack Video, Facebook, and YouTube. Munir Boneri has millions of followers on social media.

Muner Buneri Pashto Poetry.

غزل

هرڅه وینمه اورمه نه مړ یم نه اوده_____ یم

دا غلی ځکه ناست یم چی ته ته یی او زه زه یم


زما د بربادۍ په تمه ناستو خلقو_____ واورﺉ

که هر څومره برباد شمه خو ستاسو نه به ښه یم

منیر جان

 

کله وایي زړۀ مې یې او کله وایي هېڅ مې نۀ یې

زۀ به ځان وژنم ستا د دې منافقت د _____لاسه

چا مې شپیلۍ په تندي ايښې خو له خپلې نا _اوړم

ډیر تاواني شوم د دې یو پښتون عادت د__ لاسه

منیر بونیري

 

اندام اندام یم خو تر ته د زړۀ په زور___ راشم

ځان سره ستړی شم جانانه ستا په لور ___راشم

بیا مې زړۀ نه غواړې چې دی سترګو ته بیا اوګورم

نور مې یقین نشته چې دغې چم ته نور____ راشم

 

چي قیردارونو له یې ګورې نو بیخي سیپر دي

خو ده خبرو ورته غټ غټ کتابونه ___ورځي

اذان کولې شي حاجي امامتي هم______ کوي

منیر له هم دا اخیري لس سورتونه ______ورځي

منیر بونیري

 

 

Bakht zada Danish بخت زاده دانش

 

Bakht Zada Danish Poetry
Bakht Zada Danish Poetry

Bakhtzada Danish is a resident of Brawal Bandi, Upper Dir. His father's name is Malik Sherzaman.

Bakhtzada Danish is a college lecturer Bakhtzada Danish is also a popular social media poet and often attends poetry gatherings The title and poems of his book are as follows.

 Bakht Zada Danish Pashto Poetry 


غزل

 

ما له به کار اوګوري لالي زما

راشي سندَریز کړي آسویلي زما

بیا خو به نړۍ ټوله خبرئ کنۀ

شونډې چې دا ستا شي اؤ شپیلي زما

وروره هیڅ حساب راســــره مـــۀ کوه 

مور اؤ پلار اؤ خوئېندې خو بیخي زما 

زر مې دَ تمام ژوندانۀ راوړلۀ

تۀ ترې ځانله واخله اؤ باقي زما

ګُل دې هم پۀ زلفو کښې کېنۀ ښودو

مات دې کړو پۀ لاسو کښې آزغي زما

زۀ به ستا سوالونه ټول جواب کړمه

بېرته راستنه کړه تۀ ځواني زما

ګُلې کۀ وعده مې پوره نۀ کړه نو

واچوه پۀ مټو کښې بنګړي زما

ګران دے "ګُلستانه" ننګرهار پۀ ما

یار دے پۀ شانګله کښې "آفغاني" زما

ستا قیصې مې بیا کوڅو له راوړلې

ما به پۀ چا وژني ملنګي زما

بس دَ سترګو نم پکښې راټول کړمه

دې له ده دانِشـــــه شاعري زم

 

Ghzal 

 

خبرو کښې شروع شي قصيده رانه اوږده شي

جانانه ستا پۀ حسن تبصره رانه اوږده شي

مقطع رانه لنډيږي او مطلع رانه اوږه شي

يارانو پۀ نظمونو کښې قصه رانه اوږده شي

دَ فن پۀ نيمګړتيا باندې مې پوهه يم جانانه

خو خيال چې ضرور شي نو چپه رانه اوږده شي

خبره مې شې لنډه وي جو دوه ټکي پۀ کار کړم

خبره چې اوږه جو اوږده رانه اوږده شي

جانانه چې رانۀ شې روژه ماتي له ولله چې

بيا هېڅ مې زړۀ ته نۀ کيږي روژه رانه اوږده شي

دا خلق وزګار نۀ دي او زما کارونه هم وي

خبره مې اوږده وي جو خبره رانه اوږده شي

لهجه مې ديروجۍ ده پۀ ما ګرانه ده يارانو

پۀ شعر کښې سکته شي او سکته رانه اوږده شي

ادب ته دَ مذهب چشمو کښې ګورمه نقاد يم

شاعر رانه کافر شي او فتوه رانه اوږده شي

دا ځکه ځان ساتم دَ يا قربان نه يا دانشه

قربان رانه اوږدېږي او ټپه رانه اوږده شي

بخت ذاده دانش

 

 

 

Zameer Khan Zameer ضمير خان ضمير

Zameer Khan Zameer Poetry
Zameer Khan Zameer Poetry


Zameer Khan Zameer is a very famous Pashto poet. Zameer Khan Mir is also very popular on social media and is loved by young listeners and readers their poetry theme is a nationalist theme. The following is a sample of his poetry.

Zamer Khan Zameer Pashto Poetry.

غزل

زړۀ زما زړۀ نه دے د زړۀ نه مي انکار کړے دے

محبت غرق کړم د هر څۀ نه مې انکار کړے دے

 

د باچا خان په فلسفه راسره نۀ دے تلے

دا سړے نۀ منم ددۀ نه مې انکار کړے دے

 

ته چې وادۀ شوي زما دغه پښتو بس دے کنه

ته چې وادۀ شوي د وادۀ نه مې انکار کړے دے

 

Ikramullah Gran اکرام الله ګران 

Ikram Ullah Gran Poetry
Ikram Ullah Gran Poetry


Ikram Ullah Gran Saib belongs to the Charsadda area, Their poetry is the foundation of modern poetry. Among the modern poets, Ikramullah Gran Saib is considered as the pioneer. Their poetry was the first poetry that proved to be a source of inspiration for modern Pashto poetry

Here is a sample of their poetry.

Ikram Ullah Gran Pashto Poetry.


غزل

 

څومره چې زړۀ مې اوچتيږي ستا د بامه سره

هومره خوئيږمه اشنا د هره ګامه_____ سره

 

قاصده دا خبره بس ده چې انکار ئې___ اوکړو

څۀ له سلګۍ ئې راته شمارې د پيغامه ___سره

 

دا د يادونو هديره چې بې نوا پرې نه ___ږدو

راځۍ چې اوښکې پرې ډېوي کړو د ماښامه سره

 

بيا ئې د زلفو پۀ وږمو باندې پريشانه __کړمه

بيا مې د غم مرۍ خفه شوه ددې دامه___ سره

 

چې پۀ ژوندون کښې ئې محرومه له ژوندونه کړمه

اوسمې لحد ته کوزوي څۀ د ارامه ______سره

 

هم ترې د خلقو باور پورته هم د ښکلو ____شولو

څۀ حادثې شولي راپيښې د اکرامه _______سره

 

 

 

 

 

Post a Comment

0 Comments