Top 10 Ever Best Pashto Poetry For Friendship 2022.

 Top 10 Ever Best Pashto Poetry For Friendship 2022.

pashto poetry
pashto poetry


At present, Pashto poetry has become famous all over the world. In the past, when social media was not easy, Pashto poetry was also kept secret.

Whenever facilities arrived and the means of expression increased So new Pashto poets also appeared. 

There are different forms of Pashto poetry, but with the new era, when the development came, Pashto poetry also developed and changed its form. In the past, readers of Pashto poetry would read books. But nowadays most poets read SMS of Pashto poetry,pashto sad poetry sms are very famous in social media like face book, twitter, and other platform.

In this post we have collected ten samples of current Pashto trend poetry for your information and enjoyment which are in trend on social media. The selected poems include Khushal Khan Khattak & Rehman Baba, GhaniKhan Baba Poetry, Pashto Sad Poetry, Pashto New Poetry, Mumtaz Orakzai Poetry, Hamid Baba Poetry, Pashto SMS Poetry, Pashto Love Poetry, Pashto Munir Buneri Poetry. , Pashto Poetry Pashto, Pashto Friendly Poetry, and Pashto Poetry Etc. Poetry is included

pashto love poetry

رحيمه!!نه کوم له ډاره خوارې خوارې سجدې

تــــــرتا دې اورسي زما مستې خمارې سجدي

دلته يو کـــس دے ځان ته وايي د جنت تهيکيدار

يو زيړ ايمان دے ورسره او څو بيمارې سجدې

اے! ته هغه يې چي سينګار دې پرستش کړے دے

اے! ته هـــــغه يې چې کوي درته هيندارې سجدې

ستا ســــــاده توب خو ته بي حده مزيدار کړې کنه

دې عــــــاجزۍ خو کړې بې حده مزېدارې سجدې

نه مـــــــــــې څه کار تا سره شته،نه مامله تا سره

پرې مـــې ږده وا سړيه څه راپسې شمارې سجدې

اوس مــا ته څه پته ده؟ څنګه به وي حال د زړونو

خو تنــــــــدي ټول تيار دي ټولې دي تيارې سجدې

مــــــــــــــــــمتازه هغه نڅاګره مونځ ګذاره هم ده

څه بخـــــــت لري د دې ظالمې ګناهګارې سجدې

 

pashto poetry
pashto poetry

pashto shayari

يـو جــــــــــــــــــــنـــــــازه،بـــلـه،بــلـه،بـلـه جنازه

ژونـــد د پښـــــــتــــــــــون څه دې؟مکمله جنازه

ژاړي پـه يوه مـــخــــــــه راغلـــــې دې ټول ښار

دې خــــــــــــــــلقـــــو جـــــوړ اوليده اوله جنازه

پورتـه کـــــــــړۍ غـــــږونه په خلاف د دې مقتل

مــــــــــــــه پورته کــــــــوئ نن له مقتـــله جنازه

د د چـــــــــــــا مـــــــــــړي ته اوزګارې دي اوږې

هـــــــــر خـــوک په اوږه وړې خپله ،خپله جنازه

درې ورځې به ياد شې يا به نه شې .بيا يې هير

هــــــــو! خــــــــــــــو وي درنه به دې اتله جنازه

څـه قـــــــصـه بيـــان کړم چې ما څه ليدلي دي

بـــــــــــــس خــــو چــا به راوړه چا کوله جنازه

ځه چـــــې نن ممتاز له خوده اوځم دا مې وس

ځه چــــــــــــــــــــې نن دې اوباسم بوتله جنازه

ممتاز

ghani khan poetry

 

pashto poetry
pashto poetry

 

pashto sad poetry

زړه کښې به خداے دروړم درود به په ليمو کښې دروړم

زه بـــــــــــــــــــــــه نورونه د رڼا په پيمانو کښې دروړم

ډير مـــــــــــــې زړه کيږي چې پينځه واړه آذانه دروړم

دا ســــــــپينې شمعې د يو پاک آهنګ جامو کښې دروړم

د روح راحـــــــــــــل کښې به قرآن درته ډالۍ کړم ياره

د مـــــــــــــــــــــينې ټکي به تمام په کليمو کښې دروړم

د ليــــــــــــــــــــــــــــوني زړه د دعا شال به دروليږمه

او باقــــــــــــــــي ځان به د ګلونو په وږمو کښې دروړم

د مـــــــمتاز خدايه!! څه نرے نرے باران را ښکے دے

غــــــــــواړم دوه اوښکې د موسم په رنګينو کښې دروړم

rahman baba poetry

 so yao zala e taraj pa jafa na ka

yar la yara sara mehr o wafa naka

څو يو ځله ئې تاراج پۀ جفا نۀ کا

يار د يار ه سره مهر و وفا نۀ کا


rahman baba shayari

رحمان هسې خپل و يار ته بې حجت دے
لکه عذر چې صاحب ته غلام نۀ کا

rehman hasi khpal wa yar ta be hujat day
laka uzar chi khpl yar ta ghulam na ka
pashto poetry
pashto poetry


pashto sad poetry in pashto writing

ښکلے دې په څنګ کښې دے مچکې ورنه واخله

هـــــــيڅ رحم او نه کړې کلکې کلکې ورنه واخله

دا بابا را اونـــــــــــــيسه په نرمه .نرمه غيږ کښې

ځــــــــــــــــــــــــه يوه دعا خو د ادکې ورنه واخله

دا زندګي ؟ دا زندګي؟ دا زندګـــــــــــــــي ؟ دا؟

سپورې  ورنه واخله کنه ،سپــــــــکې ورنه واخله

اے ســــــــړيه !!دا سړے خو ورک وو چې پيدا شو

ورکــــــــــــــې ورته اوسپاره او ورکې ورنه واخله

زه مــــــــــــــــــــــــــــــکالمه منم که دويي يې ه مني

ژبـــــــــــــــــــــې ورسره پريږده ټوپکې ورنه واخله

اے بازاره ! وا بازاره خپـــــــــــــــــــــل رسم ادا کړه

خرڅــــــــــــــې کړه کنجکې پرې کنجکې ورنه واخله

حــــــــــــــــکم وو چې دومره په ممتاز په کار دے رحم

غـــــــــــــــــوڅ  يې وزر نه کړې خو بڼکې ورنه واخله

pashto shayari love

دا د کــــــوم موسم سايه ده؟ سايه داره

چـــــې تنکۍ پاڼې دې اولويدې چيناره

مــــزل داسې چې خالي دے له قراره

مـــــنزل هغه چې بيخي نه لري لاره

ما خـوړلے دے زړه تا پسې بې واره

زما شونډې شوې پتري په .ياره،ياره

د پــــــښتون بيعه کړه ټيټه له بازاره

ډير به خـرڅ شي د سرونو دکانداره

تر تا دغســــــــــې راتله کوم دلداره

ټټــر،مخ ،او سر وهم په لاره ،لاره

د خپل کلي وير کوم ،د خداے د پاره

له مـــا څه غواړې د بل کلي هښياره؟

اوس پرې ګــز کيږده زما پروردګاره

هر يــو کاڼې له تا غوښتي ده هينداره

يو داســـــتان دے،له تڼاکو تر فراره

يو داســـتان دے.له اناره تر کوکناره

زخـــــــــــــم وړمه ،له باروه،له باداره

خورم څپيړې له هر لوري وار د واره

په ممتاز دې څه کانې اوکړې بهاره

له ازغو اخـــــلي مچکې خود ازاره

 
pashto poetry
pashto poetry


pashto best poetry

ياره تا خــــــــو مې خالي ليدلے رنګ دے

زړه مې ګوره چې بيخي درپسې ړنګ دے

اے د امـــــــن خدايه زه څلويښت کلن شوم

اے د امــــــــــن خدايه هغسې لا جنګ دے

هر څــــــــوک خپله باچاهي لري باچا دے

هر چا خپل کچکول نيولے دے ملنګ دے

دې کتاب کښې (ش) شهيد او (ج) جهاد دے

دې کتاب کښې (ټ) ټوپک او (ت) تفنګ دے

بل رنــــــــــګ نه اخلي رنګماله دا پګړۍ ده

چې بل رنــګ ورباندې خيژي هغه لنګ دے

پښـــې يې پرې کړه چې په قد ستا برابر شي

آنجنابه!! يو ســــــــړے دے له تا دنګ دے

آذان .چـــــــــــيغې .او نغمې سره لړزيږي

ممـــــتاز څه دے؟ د ازل د تار آهنګ دے

Post a Comment

0 Comments