Hamza Baba Poetry Pashto New Poetry Hamza Baba 2022

Is Hamza Baba your favorite poet? If your favorite poet is Hamza Baba then in this post you can read some samples of Hamza Baba's poetry.

hamza baba poetry
hamza baba poetry

Hamza baba evergreen New Pashto Poetry 2022.

Although Hamza Baba's poetry is all beautiful poetry but these are a few poems that I have chosen from Hamza Baba's poetry which are very interesting and interesting.

Hamza Baba is called Baba e Gazal of Pashto literature. Hamza Baba's poetry is the poetry that changed the style of Pashto literature and established a unique style of modern poetry. Here is Hamza Baba's poetry at your service with the hope that you will like it.

Hamza Baba Poetry.

This ghazal is the most famous ghazal of Hamza Baba's poetry, this ghazal has been recorded by many singers of Pashto music and has become very popular.

GHAZAL

پريږده چې لوظونه د دروغو دې ريښتيا کړم

تۀ  راته  سبا   سبا   کوه زۀ  به  بيګا کړم

 

توان لرمه  دا چې د ماضي نه خراج واخلم

زۀ به پخوانے شمه ستا  مينه به پخلا کړم

 

ستا  د  تصور  دا  خاموشي  به  کړم  ګويانه

جوړه د خپل کور پۀ شور شر کښې به غوغا کړم

 

برند کۀ خوادث دي د غمونو پۀ ککو کښې

زۀ به حوصله هم پښتنه ورته پېدا کړم

 

لا ئې د سپين مخ خالونه شمارم اوزګار نۀ يم

پرېږده الوتل به د سپوږمۍ پۀ لورې بېا کړم

 

لاس مې د اشنا پۀ زلفو راکښودو تر څوکو

زۀ د پريشانۍ پۀ ابتدا کښې انتها کړم

 

ستا پۀ اننګو کښې د حمزه د وينو سرۀ دي

تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زۀ دې بابا کړم

 

hamza baba poetry
hamza baba poetry

 

Hamza baba shayari.

The ghazal you read above was the ghazal that made Hamza Baba famous twice.

Now that you have read this ghazal, it is also considered as one of the most popular ghazals in Hamza Baba's poetry and many people like it.

GHAZAL


د يار   ميني   پۀ  ما  اوکړو     اثر پټ پټ

ښخ پۀ زړۀ کښې مې د وريځو خنجر پټ پټ


سرايت مې داسې عشق اوکړو بدن کښې

لکه جز مې د فطرت دے عنصر پټ پټ

 

چې نقاب پۀ مخ ور بر کړي داسې ښکاري

لکه يون کښي پۀ وريځ کښې قمر پټ پټ

 

داسې زې ئې تهمتي شوم پۀ الفت کښې

چې د خلقو ځني ګرځم در در پټ پټ

 

پۀ غلا غلا د رقيبانو لۀ نګاهه

خوره حمزه د سرو لبانو ثمر پټ پټ

 

Hamza baba kalam.

This is another very famous and famous ghazal in Hamza Baba's poetry which we have brought at number three in our post.

In this poem, in addition to love, the colors of Sufism and philosophy also appear, Hope you like it.

GHAZAL

چې دې ما و ته اشنا کړو ناشنا مخ

ستا پۀ مخ کښې راته ښکاري د هر چا مخ

 

د هر مخ به ماته مخ شي دروغ نۀ دي

هغه ښکلي کۀ کړو ماته پۀ ريښتيا مخ

 

پۀ نظر نظر کښې فرق دے نور څۀ نۀ دي

پۀ دنيا کښې هر يو شے لري زيبا مخ

 

چې موسکۍ شوي څۀ ژړا مې را پۀ خله شوه

داسې ښکاري چې ليدلے مې وو دا مخ

 

زۀ حمزه کۀ د هغو سترګو قتيل شوم

غوره نۀ غڼم کتل د مسيحا مخ

 

Hamza baba Ghazal.

Like other famous poems in Hamza Baba's poetry, this ghazal is very popular. Most of the poems in this ghazal are recited on the occasion of unity of Pashtuns. Parts of this poem are often written on social media posts.

However, each of Hamza Baba's ghazals has its own uniqueness and fame, but this ghazal has become very popular in all Pashtun areas of the world and has been translated into English and other languages.

hamza baba poetry
hamza baba poetry


دخپلو اوښکو اسويلو سره ځم

ښکلي اشنا ته د جرګو سره ځم

 

نن دي بادونه ما د ځان سره وړي

زۀ ددې ښکليو ميلمنو سره ځم

 

هغه لوظونه نا پوره راسره

د ښکلي يار د بدرګو سره ځم

 

ميني د خوب د ليوني کړمه زۀ

راځمه ډير خو د راتلو سره ځم

 

ستا د محفل هغه سرور يمه زۀ

ستا د نظر د اوړيدو سره ځم

 

څو کۀ الفت مې شو يو غږ د جرس

زۀ د اشنا د قافلو سره ځم

 

ګله بې پت لکه د پرخې نۀ يم

چې به د نمر د پلوشو سره ځم

 

نن ب موسکے شي د عادت نه خلاف

چې ئې محفل ته د ليمو سره ځم

 

وخته راګورې پۀ تګ تګ کښې ولې

زۀ د بې نيازه مېړنو سره ځم

 

پۀ سپين او تور دميني پوهه نۀ شوم

عقله چې ستا د ورځو شپو سره ځم

 

عقله بس لار مې د صحرا اوليده

مخکښې به نور د بړبوکو سره ځم

 

حمزه تۀ ناست اوسه د هوشه سره

زۀ د ښغليو ليونو سره ځم

 

حمزه سفر کۀ د حجاز وي نو هم

زۀ د پښتون د قافلو سره ځم

You read Hamza Baba's lyrics in this post and hope you like it.

In short, Hamza Baba's poetry is a very interesting one in which the themes of Sufism are found in spite of love and philosophy.

I will bring you information about Hamza Baba's ghazals and their life in the coming posts, as long as you take care of yourself. Thanks and love.

 

Post a Comment

0 Comments