Qaisar Afridi Pashto New Best Poetry 2022.


Qaisar Afridi is a true modern Pashto poet and writer.

qaisar afridi poetry
qaisar afridi poetry

Qaisar Afridi is a well-known personality and a prolific writer of modern Pashto poetry and prose. His poetry is very interesting and his prose is very moving. This is one of the reasons why Qaisar's Afridi printed books are so popular in the market compared to other books.

LEKLOREE and PA QADAM QADAM QESAY of Qaisar's printed books despite its popularity, two more books have been published, and it is hoped that these two books will be as popular as any other.

Below are some examples of Qaisar Afridi's poetry that you can read and enjoy.

Qaisar afridi poetry.

GHAZAL

 

 

د خپل وجود، خپلو وزرو سره ــــ هم نۀ ځمه

باوره! نور ستا د لښکرو سره ـــــــ هم نۀ ځمه

 

ماتم خو نۀ کوم ـ دا خلق ترې خوندونه   اخلي

نوحه خواني ده، د سندرو سره ــ هم نۀ    ځمه

 

د کم نظرو خو قیصه اوس د ماضي بر خه ده

له دې نه پس، د هم نظرو سره ـــ هم   نۀ ځمه

 

هغه چې مونږ به یې ایمان په کرتبونو  راوړو

واړه کوډګر وو، د کوډګرو سره ـــ هم  نۀ ځمه

 

اهلِ زبان که ګیله من وي، ګیله من    دې وسي

زۀ اوس د خپل زړۀ د خبرو سره    هم نۀ ځمه

 

قېصره! نور د تضاداتو نه ــــــــ وتلے    ښۀ یم

سپېرۀ، سپېرۀ دي بختورو سره هم    نۀ   ځمه

 

qaisar afridi new books
qaisar afridi new books

 GHAZAL

د سترګو رس رانه راکاږي ــــــ سېر ابېږي  هم نه

دا زندګي د جادو لوښے دے ــــــــ ډکېږي  هم نه

 

مونږ د   خیالونو  باډیوې ــــــــ په  خپله  والو زوو

دې  باډیوو  ته  بیا  لاسونه مو ــــــ رسېږي هم  نه

 

ستوري ترهغې ښایسته  دي  چې د  هیچا  نۀ  دي

که د هر  چا  شول  بیا به  هیچا  ته ځلېږي هم نه

 

د ښاریو  دې  زوږ  ته ــــــــــ کله کله سوچ کومه

ظالمې  خولې  دي،  په  خبرو ستړې کېږي هم نه

 

هسې  د  نمر  د  رڼا  مخه یې ــــــــــــ نیولې رانه

څویمه   ورځ  ده  دا  وریځې  ــــــ راورېږي هم نه

 

زمونږ  په  بڼ  کښې  ــــ عجیبه  ونې  راوټوکېدې

مېوه  هم نۀ  نیسي  ـــــ زړېږي  او  رژېږي هم نه

 

دغه یو څاڅکے  دقېصر  سترګو  کښې  تل  وینمه

دا  به  یې  اوښکه  که  فرېب  وي  رابهېږي هم نه

 

qaisar afridi poetry
qaisar afridi poetry

GHAZAL


څه به رانه لاړ شي؟ ـــــ زۀ مې خپله تمنا اخلم

رب دې بلینونه روپۍ راکړي ـــ زۀ پرې تا اخلم

 

ډېره زمانه، ــــــ د زمانې بازار کښې پاتې شوم

نن د طبیعت په وزر    الوځم ـــــــــــــ هوا اخلم

 

نن مې په وړومبي قدم  د  چا   نامه اخستې  ده؟

ګرځم ــــــــــ په قدم قدم  د هر  سړي  بلا  اخلم

ـ

ستا د یو دیدن د پاره ـــ سل  وارې دعا  غواړم

ستا د پاره ـــــــ څومره احسانونه د   دعا  اخلم

 

نن مې دا د زړۀ آتش فشان  بېواکه  شوے دے

ځمکه به سوزېږي، خو "نامه دې خامخا اخلم

"

ژونده! ستا معنې ـــــ کله نا کله اپوټه هم  شي

ځان رخصتومه ــــ او کوکۍ ترې په ژړا  اخلم

 

درد چې د نشې غوندې د ځان سره بلد  کړمه

غېږکښې یې قېصره لکه جام لکه  صهبا  اخلم

 

qaisar afridi poetry book
qaisar afridi poetry book

Post a Comment

0 Comments